انصار: ( د مرغومی۱۳ مه)، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویلي چې تر دې دمه ۷۶۲ شخصیتونه د دوی په هڅو له بهرنیو هېوادونو بېرته هېواد ته ستانه شوي.
د کمیسیون د اعلامیې له مخې، په قطر "دوحه" کې د جمهوري نظام د سولې د مذاکراتي ټیم غړی محمد ایوب انصاري هم تازه له ترکیې څخه هېواد ته ستون شوی.
یاد شوي کمیسیون تر دې مخکې هېواد ته د ننګرهار د لغوه شوې ولایتي شورا د یوه غړي سهراب قادري د ستنېدو خبر هم ورکړی و.
طالب چارواکي دا کمیسیون او کړنې یې بریالۍ بولي، خو منتقدان یې باور لري چې طالبان په خپلو افراطي کړنو نه دي توانېدلي چې د پام وړ افغان شخصیتونه بېرته هېواد ته په ستنېدو قانع کړي.
یو شمېر طالب چارواکو په ښکاره ټکیو ویلي چې پخواني سیاستوال یوازې په هېواد کې د ژوند کولو په موخه، بېرته هېواد ته ستنېدای شي او د وزارت، ولایت او نورو څوکیو تمه دې نه کوي.
د طالبانو منتقدان بیا باور لري چې طالبان په داسې څرګندونو په ښکاره د واک د انحصار نارې وهي چې نه دوی او نه هېواد ته دا ډول کړنې ګټه لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29385